د ډیورند کرښې پریکړه به، لروبر افغانان خپله کوي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

            

« د روان کال د اکتوبر په ۲۱ مه ، د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن په کابل کې له يوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې د ډيورنډ پر کرښې خبرې کړې وې. گروسمن ويلي و چې واشنگټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړيواله پوله بولي. BBC »

د ګروسمن له څرګندونو روسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۲ مه، په يوه ليکلي پيغام کې د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې ده. په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه زياتوي چې «  افغان حکومت په همدې دليل د هر چا لخوا د دغې کرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او هغه بې ځايه بولي. همغه زیرمه »

د افغانستان په ولسي او مشرانو جرګو کې د ګروسمن څرګندونې له کلک غبرګون سره مخامخ او په سختو ټکو سره وغندل شوې. د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوې غړي ارین یون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل « دا دوی شخصي نظر دی. دوی هېڅ حق نه لري چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي. حتی که حکومت یا نورې سیاسي حلقې وغواړي دا موضوع رامخې ته کړي؛ زه فکر کوم، د دوی صلاحیت نه دی، دا د افغانستان د ولسونو صلاحیت دی . »

خو د اکتوبر په ۲۱ ، ۲۲  او ۲۳ مه لا د ولسي او مشرانو جرګو ، افغان دولت او د بېلا بېلو سیاسي کړیو او ولسي مشرانو لخوا په دې اړه د غندنې بحث تود، وو چې د اکتوبر په ۲۳ مه،  د سه شنبې په ورځ  « د امريکا سفير جېمز کنينګم کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالاتو د ځانګړي استازي مارک ګروسمن د هغو څرګندونو په اړه چې ويلي يې وو، هېواد يې ډيورنډ کرښه په رسميت پېژني، زیاته کړه «  دا څه نوې خبره نه ده، يوازې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني. BBC »

په دې توګه په افغانستان کې د امریکا سفیر هم د ګروسمن پر بې مسولیته څرګندونو د تایید یوه بله بخۍ تېره کړه او هغه يي تایید کړه. اوس په دې خبره کې چې امریکا د ډیورند تپلې کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد بولي ، څه شک نه پاتیږي !

البته دا څه نوې خبره نه ده لکه څنګه چې کابل کې د امریکا سفیر وايي یو شمیر نور هیوادونه چې موخه يي انګریز او یا څو نور دولتونه دي، دا کرښه په رسمیت پيژني خو لکه څنګه چې سفیر خپله وايي دا هیوادونه یو شمېر دي ، نه ټوله نړۍ !

بلخوا دا کرښه انګریز د پښتنو د یوې کورنۍ ، یوه خېل او یوه قوم تر منځ کش کړې او هغه يي په دوه برخو سره ټوټې کړي چې له لومړۍ ورځې تر ننه ، یوه افغان نه ده منلې، نو که انګریز او د هغه نږدې انډیوالان يي نن بیا په منلو ټینګار کوي ، څه نوي خبره نه ده !

په ۱۹۴۹ کال د جون په ۱۲ مه پنجاب پر مغلګې بمونه وغورزول . پاکستان په دې ډول د برتانوی هند نه وروسته دوهم حکومت شو چې افغانستان یې بمبار کړ او ددې په پایله کې د شاه محمود خان حکومت دې ته اړشو چې د رامنځته شویو نویو حالاتو سره د مخامختیا لپاره لویه جرګه راوغواړي . دا لویه جرګه د جولای په ۲۶ مه کابل کې جوړه شوه او له کوزو افغانانوسره یې خپل ملاتړ اعلان کړ . جرګې په عین حال کې په رسمی ډول د ډیورند توافق لیک ، د ۱۹۰۵ کال د افغان ـ انګلیس تړون ، د ۱۹۱۹ کال د راولپنډۍ تړون او د ۱۹۲۱ کال د افغان ـ انګلیس تړون غیر قانونی او لغو شوې اعلام کړل او دا یې هم په رسمی ډول څرګنده کړه هر تړون چې د پښتنو ( کوزو افغانانو ) په اړه شوی وی با طل دی .

ښه خبره دا شوه ، چې دوی خپله د زړه او پټه خبره په ډاګه کړه او د شف شف پرځای افغانانو ته شفتالو ووایه . اوس دا په لروبرو افغانانو پورې اړه لري لکه څنګه چې يي پخوا دا کرښه نه ده منلې ، په راتلونکې يي هم څوک په زور پرې نه شي منلای !

په ۰۵ / ۱۰ / ۲۰۱۲ نیټه ، « د امریکا غږ ډیوه راډيو د پریس کانفرنس په خپرونه کې د برخې اخیستو په وخت د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان یو شمېر اوریدونکو دغې پوښتنې ته چې د پاکستان او افغانستان تر مینځ د ډیورنډ کرښه مني او که نه - ښاغلي اسفندیار ولي خان وویل په دغه اړه به د قام فیصله مني- د برلین دیوال غورځولو ته په اشاره کې هغه وؤیل چې هغه دیوال جرمن قوم مات کړی وو. لروبر بریښناپاڼه »

د ډیورند د تپلې کرښې پریکړه به لروبر افغانانان خپله کوي، دا د دوی ملي او دیموکراتیک حق دی او لکه څنګه چې په سیمه کې د انګریزي ښکیلاک په مهال یو افغان دا کرښه نه ده منلې ، په ۲۱ پیړۍ کې چې د دیوالونو او کرښو د نړولو دوران دی ، دا کرښه په کوم دود ومني .

د ډېرو په اند، ویل کیدای شي چې امریکا داسې بې سرو پښو خبرې، د ترهګرو په ټکولو کې د پنجاب د راضي کولو لپاره، د یوې تحفې پتوګه کوي او هم غواړي د ډیورندکرښې په اړه د افغانانو د غبرګون اندازه ولګوي . که امریکا داسې څرګندونې د خپلو ملي ګټو لپاره اړینې بولي ، افغانان هم خپلې ملي ګټې لري او نه شي کولای د بل چا د ګټو لپاره له خپلو ملي ګټو تېر شي !

نن د اکتوبر په ۲۴ مه ، د ولسمشر ویاند ښاغلي ایمل فیضي، د ډیورند کرښې په اړه،  په کابل کې د امریکا د سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د استازي څرګندونو ته په اشارې وویل چې دا څرګندونې د افغانانو او افغان دولت په ملي دریځ کوم اغیز نه ښندي .

امریکا او نور لویدیځوال افغانستان او سیمې ته یوازې د القاعده او نورو ترهګرو د ټکولو په پلمه چې اډې او مرکزونه يي په پاکستان کې دي، راغلي دي . د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحد د ټاکلو خبره چې افغانانو نه وي طرحه کړې، د ملګرو ملتو د امنیت شورا په هغه پریکړه کې چې د هغې پر بنست امریکا او نور افغانستان ته راغلي دي، ځای نه لري . د اوس مهال لپاره له امریکا او نورو لویدیځوالو څخه د افغانانو غوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو په چوکاټ کې چې هغه د ترهګرو ځپل او له منځه وړل دي او اډې يي د ډیورند کرښې پورې غاړه په پاکستان پرتې دي، خپل فعلیتونه متمرکز او متوجه کړي .

د افغانستان او پاکستان ترمنځ  په کوم  سرحد پریکړه نه ده شوې چې امریکا او یا بل کوم هیواد يي ومني او که داسې خبره احیانآ وړاندې کیږي ، دا به خپله لروبر افغانان په مناسب وخت کې، په ملګرو ملتونو او یا بل ځای اوبل ډول چې افغانان يي غواړي، طرحه کیږي . بلخوا د ډیورند کرښې په اړه پریکړه د افغان دولت ، د کوم افغان سیاسي تنظیم او ډلې واک نه دی، دا پریکړه به لروبر افغانان په ګډه ، هغه مهال او په داسې شرایطو کې کوي چې دوی يي مناسب بولي او له هرډول بېروني فشار او لاسوهنې څخه خوندي وي .

 د ولسي جرګې غړي ښاغلي نذیر ځاځي د امریکا اشنا تلویزیون سره په مرکه کې نن د اکتوبر په ۲۴ مه ، وویل چې د ډیورند کرښې په اړه پریکړه به کله چې وخت يي راشي یوازې د کرښې دواړه غاړه اافغان ولسونه کوي. امریکا باید د نورو ستونزو په حل کې افغانانو سره مرسته وکړي او داسې تازه ستونزې چې د افغانانو احساسات د امریکا پر ضد راوپاروي، رامنځته نه کړي .

لکه څنګه چې د انګلستان لومړي وزیر، دیویډ کامرون او د سکاټلنډ لومړي وزیر، الکس سلموند له انګلستان څخه په ۲۰۱۴ کال کې د سکاټلنډ د خپلواکۍ په اړه، د سکاټلنډیانو په ریفرانډم چې هلته به یوازې یوه پوښتنه کیږي او هغه دا چې سکاټلنډیان به خپلواک هیواد غواړي او که د انګلستان سره به په یوه هیواد کې پاتیږي، هوکړه لیک لاسلیک کړ ، دغه شان به د ډیورند پر تپلې کرښه د ډیورند د دواړو غاړو افغان ولسونو په خوښه ریفرانډوم او یا بله ملي پریکړه، ترسره کیږي او هله به د ډیورنډکرښې برخلیک ټاکل کیږي.   

افغانان د ډیورند کرښې په اړه د افغان دولت د بهرنیو چارو د وزارت د روستیو څرګندونو او ملي دریځ ننګه کوي او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د استازي ګروسموسن او په کابل کې د امریکا د سفیر جیمز کنینګم ، لمسوونکې څرګندونې چې ولسې او مشرانو جرګو، په سختو ټکو وغندلې او هغه يي د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا بربنډه لاسوهنه وبلله ، د ملاتړ وړ بولي!

افغانان له امریکا څخه چې ستراتیژیک تړون مو ورسره لاسلیک کړي، په کلکه غوښتنه کوو چې موږ سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، نه داچې موږ ته نوې ستونزې وپنځوي او هغه دوستي چې تر اوسه په اومګړي تار تړلې ، په بې سرو پښو څرګندونو زیانمنه او داغلې کړي !

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۲۴ مه

 


October 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی